دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۴
د مطلب کود : 165471
ملګري ملتونه د دولت له خوا د اوربند د غزیدو هرکلی کوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د افغانستان د دولت او طالبانو له خوا د اوربند د رعایت ستاینه کوي.
 یوناما همدارنګه د ولسمشر غني له خوا نن د کوچني اختر نه وروسته د اوربند د غزیدو داعلان هر کلی کوي.  یوناما له اوربند څخه د افغانستان د خلکو د پراخه ملاتړ لپاره خوښي څرګندوي. یوناما همدارنګه د اوربند د غزیدو لپاره د خلکو د غوښتنو په برخه کې د ولسمشر غني د پریکړې ستاینه کوي. یوناما له طالبانو غواړي چې جګړې ته د پای ټکي ایښودلو په پار د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.   د دولت له خوا د اوربند ” د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر، تدامیچي یاماموتو وویل :   “غزیدل جګړې ته د خبرو له مخې د حل لارې یو روښانه فرصت برابروي. نشو کولای چې دغه فرصت له لاسه ورکړو.
 ما په کراتو اعلان کړی چې د خبرو له لارې د اختلافاتو حل شونی دی. اوس زه باور لرم، چې کیدای ”  ځانګړي استازي وویل: شي ډیر ژر واوسي. زه د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیل لپاره د کو ټلیو ګامونو د پورته کولو غږکوم تر څو د افغانانو کړاو پای ته ورسیږي. د دولت د سولې وړاندیز، چې د نړیوالې ټولنې له خوایې ملاتړ شوی، کولای شي هر ډول موضوع تر بحث لاندې ونیسي.  زه د سیمه ییزو هیوادونو په ګډون، له ټولو ښکیلو هیوادونو غواړم تر څو د سولې له دغه ”یاماموتو وویل: “ نوي پیل څخه ملاتړ وکړي. “ 
ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره خپل پیوستنون ته دوام ورکوي او له نړیوالې ټولنې سره یوځای د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ته ژمن پاتې کیږي تر څو جګړه پای ومومي. 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaievvuqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته