دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 165476
له طالبانو سره د اوربند د غځولو په اړه د ولسمشر غني پرېکړه او د ناټو او امریکا پوځ دریځ
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکا متحده ایالتونو پوځ وایي له وسله والو طالبانو سره د اوربند د غځېدو په هکله د ولسمشر محمد اشرف غني د اعلامیې ملاتړ کوي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ناټو او امریکایي ځواکونه د سولې خبرو د پیل په موخه د ولسمشر غني د وړاندیز ملاتړ کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل ”موږ د اوربند د غځولو او د سولې خبرو د پیل په موخه د ولسمشر غني د وړاندیز ملاتړ کوو. لکه څنګه چې ولسمشر غني افغانانو ته په خپل بیان کې ټینګار وکړ چې د اړتیا په اساس به د سولې په خبرو کې د نړیوالو فعالینو او ځواکونو د رول په هکله خبرې شامل وي، د امریکا متحده ایالتونه چمتو دي چې له خبرو ملاتړ وکړي، د خبرو لپاره زمینه برابره کړي او په مذاکراتو کې برخه واخلي.“
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په همدې حال کې ټینګار وکړ چې له وسله والو طالبانو سره اوربند به د داعش خراسان، القاعدې، او نورو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو په وړاندې د امریکا متحده ایالتونو هلې ځلې شامل نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني پرون ماښام د ټلویزیون له لارې ملت ته د وینا پر مهال وویل، چې د حکومت او وسله والو طالبانو په لیکو کې د سولې لپاره اجماع وجود لري.
نوموړی زیاته کړه ”د دغې اجماع ښه نمونه د اختر لمانځه په وخت جوماتونو او عیدګاه ګانو کې د طالبانو او حکومتی افرادو په ګډه لمونځ ادا کول دی. دواړو طرفونو د معمول خلاف د سولې او خوشالۍ ترانې زمزمه کړې، چې دا خبره د دغې اجماع په رښتینولۍ او صداقت دلالت کوی. په لوګر، کندهار، فاریاب، کندز، زابل، میدان ښار، ننګرهار، لغمان او په ټول هېواد کې د اختر په خطبو کې فضا کاملاً بدله وه، ټولو دینی علماوو د اسلام له نظره د سولې په ارزښت، اهمیت او ضرورت ویناوې کړی دی. زه د افغانستان له جیدو علماوو څخه مننه کوم چې خپل تاریخی، دینی او ملی رسالت یې په ښه توګه ترسره کړی دی.“
هغه وویل، دغو دلایلو ته په کتو او د ولس قاطع غوښتنې ته د احترام په خاطر د کوچنی اختر له څلورمې ورځې څخه د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو ته د اوربند د تمدید هدایت ورکوم، د تمدید شوی اوربند جزئیات به ډېر ژر ملت سره شریک شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefn8zpjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته