دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 165482
په مسکو کې سره میدان ته څېرمه يوې پېښې څو کسان ټپيان کړل
په داسې حال کې چې په روسيه کې د ٢٠١٨ میلادي کال د فوټبال نړيوال جام سيالۍ روانې دي، پرون شنبه په مسکو کې يوې پېښې څو کسان ټپيان کړل.
د روسيې پوليس وايي، دغه کسان هغه وخت ټپيان شول چې د ټکسي يو چلوونکى د مسکو په مرکزي برخه کې پر خپل موټر کنټرول بايلود او موټر يې د خلکو پر ډلې وربرابر شو.
پېښه پرون شنبه سره ميدان ته نېږدې وشوه چې د مسکو د سيلانيانو د جلب مرکز ګڼل کېږي.
په ټپيانو کې د مکسيکو د ټيم مينه وال هم شامل دي.
د روسيې دولتي اژانس تاس د يوې سرچينې په حواله راپور ورکړى چې تر پېښې وروسته ٧ کسان چې دوه مکسيکويان، دوه روسان او يو اوکراينى په کې شامل دي، روغتون ته لېږدول شوي، خو د مسکو صحي چارواکو د ټپيانو شمېر ٨ تنه ښوولى دى.
د روسيې پوليس وايي، د ټکسي چلوونکى چې ٢٨ کلن دى او د قرغزستان لايسنس ورسره و، نيول شوى او د دې پېښې په اړه تحقيقات ورڅخه روان دي.
د ټرافيکو چارواکو د چلوونکي په حواله خبر ورکړى چې ويلي يې دي، دا تصادفي پېښه وه.
په مسکو کې د قرغزستان سفارت د ازادي راډيو قرغزۍ څانګې ته ويلي چې دا موضوع تعقيبوي.
پرون شنبه دا پېښه په داسې حال کې وشوه، چې په روسيه کې د ٢٠١٨م کال د فوټبال نړيوال جام د سياليو درېيم پړاو روان و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwsb85rhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته