دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 165493
سولې عالی شورا: طالبان مشرانو سره ویډیو کنفرانس شوي
افغانستان سولې عالی شورا وایی چی تیره اونۍ کې طالب مشرانو سره ویډیو کنفرانسونه ترسره کړي دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې افغانان د اوربند او په ښارونو کې د وسله والو طالبانو ګرم هرکلی کوي، افغان مقامات هم له دې ډلې سره د سولې له خبرو اترو پرده پورته کوي.
د افغانستان د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د جوزا په ۲۷ مه» په یوه خبري ناسته کې وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د وسله والو طالبانو له مشرانو سره د ویډیویي کنفرانس له لارې په یو شمېر مسایلو خبرې اترې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"مهم ګامونه اخیستل شوي او نور ګامونه هم اخیستل کېږي، دوهم په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو له مشرانو سره شفاهي نه، بلکې ویډیويي خبرې اترې شوي او نظرونه تبادله شوي او پر یو شمېر مسایلو، اوسني وضعیت او د زندانیانو په خوشې کولو خبرې شوې دي."
ښاغلي خلیلي که څه هم دا ونه ویل چې د وسله والو طالبانو له کومو مشرانو سره خبرې اترې شوي، خو وايي چې په دې ډله کې د سولې یوه لویه څپه راپورته شوې ده.
ښاغلي خلیلي له طالبانو د اوربند د مودې د تمدېد غوښتنه وکړه او پر دې ډله يې غږ وکړ چې د سولې مخامخ خبرو ته راشي.
که څه هم د وسله والو طالبانو له خوا د اختر په درېيو ورځو کې د اعلان شوي اوربند موده نن يکشنبه پاى ته رسېږي، خو د دې ډلې په وړاندې د افغان حکومت د اوربند موده تر نامعلومې مودې وغځول شوه.
 
https://avapress.com/vdcdnk0fsyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته