دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۶:۲۸
د مطلب کود : 165516
هرات پولیسو قوماندان، طالبانو کنترول لاندی سیمو ته لاړل
هرات پولیسو قوماندان، د طالبانو او دولت دریم اوربند په ورځ کې، په یو بی سارۍ اقدام سره د طالبانو کنترول لاندی سیمو ته لاړل او د دولت مسلح مخالفانو سره په لیدنه کې، د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند دوام لپاره ټینګار کړی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جنرال امین الله امرخیل؛ هرات پولیسو قوماندان چی ادرسکن ولسوالی لیری سیمی ته د طالبانو سره خبرو کولو او هغوی هڅولو په مقصد اوربند غځولو لپاره سفر کړي وو، ددی ترڅنګ چی دولت حاکمیت لاندی سیمو کې دولت مخالف وسله وال خپل کورنیو سره یوځای شوی دی، خوشحالی ښودلو سره په دی ولسوالی او نورو نږدی ولسوالیو کې د مسلح مخالفینو سرانو سره خبری کړی او غوښتی دی چی نور د ورور وژنې او وینه تویونې څخه لاس واخلی او دا پروسه دی ادامه پیدا کړی.
دولت مسلح مخالفین ډلمشر هم په هیواد کې جنګ څخه انزجار سره د هیواد ولسمشر اشرف غنی غوشتنې څخه ښه راغلاست کړي او ددی پروسی دوام سربیره، ددی ډلې غوښتنو ته د ملی وحدت حکومت توجه غوښتونکې شوی دی.
دا لمړۍ ځل دی چی هرات پولیسو قوماندان د سولې تامین او منځګړیتوب لپاره، ددی ولایت ناامن ولسوالیو ته تللی او دولت مسلح مخالفینو سرانو سره خبری کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcjvievmuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته