دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 165522
د هلمند د سولې کاروان کابل ته ورسید
له هلمند څخه کابل ته د سولې راخوځېدلی کاروان له څه باندې یو میاشتې پلي مزل وروسته نن د دوشنبې ورځې په سهار کابل ته ورسید.
د هلمندي ځوانانو د سولې دا کاروان، چې په پیل کې یې شمیر اوو تنو ته رسیده، د غوايي په ۲۳ له لښکرګاه څخه کابل ته پلی مزل پیل کړ او د لارې په اوږدو کې لسګونه نور ځوانان هم ورسره یوځای شول.
د هلمند د سولې د کاروان غړي کابل ته په رارسیدو د دغه ښار د اوسیدونکو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.
د دغه کاروان یوه غړي خیبر اقبال امریکا غږ آشنا ته وویل، چې اوس د سولې د کاروان د غړو شمیر له سلو نه ډیر دی او د لارې په اوږدو کې زیات شمیر نورو کسانو هم غوښتل چې د دوی ملګرتیا وکړي "خو د لوژستیکي ستونزو له امله دوی له کاروان سره یو ځای نه شوی".
خیبر اقبال زیاته کړه، چې د لارې په اوږدو کې یې له سلو زرو څخه زیاتو کسانو لیدلي او د سولې پیغام یې ورته رسولی دی.
ټاکل شوې د سولې د کاروان دا لارویان نن د کابل په عیدګاه جومات کې د یوې غونډې په ترڅ کې د افغان جګړې ښکیلو غاړو ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د کابل له ښاریانو څخه وغوښتل چې کابل ته په رسیدلو دې د سولې د کاروان غړو ته تود هرکلی ووایي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxn9qxak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته