دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 165525
د ملي امنیت شورا غونډې په ترڅ کې د اوربند موده وغځول شوه
د لسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې په ترڅ کې له وسله والو طالبانو سره د اوربند موده د لسو ورځو لپاره وغوځول شوه.
د جمهوري ریاست دفتر وایي، پرون په ارګ کې له هر اړخيزو بحثونو وروسته له افغان وسله والو طالبانو سره اوربند لس ورځې نور هم تمدید کړ.
سرچینه زیاتوي، غونډې د درې ورځني اوربند د ارامې  فضا او کوچني اختر د نمانځنې لپاره د دولتي ځواکونو او خلکو تر څنګ د افغان طالبانو د حضور هرکلی  وکړ.
ولسمشر غني د هېواد له بېلابېلو اقشارو او دغه راز  بین المللي شریکانو څخه افغان طالبانو سره د حکومت د اوربند د ملاتړ  د قدرداني ترڅنګ وویل، درې ورځني اوربند دا په ډاګه کړه چې د افغانستان ملت د سولې تږی  او غوښتونکی دی.
د ارګ ماڼی په وینا، په دې غونډه کې  د هېواد د بېلابېلو ولایتونو  د امنیتي مسایلو په اړه د مفصل بحث  ترڅنګ ټینګار وشو چې په ټولو ولایتونو کې امنیتي تدابېر  وجود لري او همدارنګه امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي د هر ډول تعرض پر وړاندې د وطن دفاع وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8ieviuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته