دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 165542
افغانستان دفاع وزارت: طالبانو خپل بریدونه پیل کړي
افغانستان دفاع وزارت وایی چی وسله والو طالبانو حکومت نوی اوربند وړاندیز نه دی منلی او خپل بریدونو ته په یو شمیر ولایتونو کې دوام ورکوی.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش وویل، افغان ځواکونو ته امر شوی چې یوازې له خلکو او خپلو ځانونو کلکه دفاع وکړي او نوی اعلان شوی اوربند جدي مراعت کړي.
دی وايي:
"طالبانو په ننګرهار، کونړ، لغمان، غزني، فراه، فاریاب او د هلمند په ځینو سیمو کې په افغان ځواکونو حملې کړي چې له نېکه‎مرغه تلفات نه‎لري، موږ په نوي اعلان شوي اوربند کې خپلو ځواکونو ته امر کړی چې په ټول قوت احضارات ولري، خو اوربند باید جدي مراعت کړي."
دا په‎داسې حال کې ده چې د وسله‎والو طالبانو له لوري د کوچني اختر په درېیو ورځو کې اعلان شوی اوربند تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېد او دغه ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې خپلو فعالیتونو ته به د پخوا په څېر دوام ورکړي، خو افغان حکومت د ۱۰ نورو ورځو لپاره د اوربند موده وغځوله.
د اختر د ورځو د اوربند په درې ورځنۍ موده کې په یو شمېر ولایتونو کې وسله‎والو طالبانو او افغان ځواکونو یو بل ته غاړې ورکړې او حتی طالبان تر پلازمېنې کابله راغلل چې دغه کار د ولسي وګړو له تود هرکلي سره مخ شو.
د نظامي چارو افغان کارپوهان وايي، د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ لنډ مهال اوربند د افغانانو ترمنځ د خپل‌منځۍ سولې لپاره یوه ښه او بریالۍ تجربه وه.
د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ د ترورېزم پر ضد جګړه پیل شوې، دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو له‎خوا اوربند اعلان او په ښه توګه عملي شو.
https://avapress.com/vdci5wazrt1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته