دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 165551
د سرپل ولایتي شورا غړیو د چاڼیزو عملیاتو غوښتنه کړې
د سرپل ولایتي شورا غړي وایي، که چاڼیز عملیات ونشي؛ نو ځینې ولسوالۍ به سقوط شي.
د سرپل د ولایتي شورا منشی معصومه رمضاني وایي، د خلکو او حکومتی مسوولینو له غوښتنې سره سره تراوسه هم عملیات د یوې ژمنې په توګه پاتې ده.
د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم وايي، که امنیتي ځواکونه له دفاعي حالته ونوځي او مرکزي حکومت په دې اړه پاملرنه ونه کړي؛  نو صیاد، سوزمه قلعه او سانچارک ولسوالۍ به طالبان ونیسي.
د سرپل د مدني ټولنې د شبکې مرستیال عزت الله صمیم د وسلوالو مخالفینو پروړاندې د امنیتي ځواکونو مقاومت ستایي او له حکومت څخه د عملیاتو د ژر پیلیدو غوښتنه کوي.
د سرپل امنیه قومندان عبدالقیوم باقی زوی هم د خلکو دا اندېښنه مني؛ خو وايي، عملیات د مرکزي حکومت له خوا پلان شوي او د خلکو له همکارۍ سره سم به پيل شي.
د سرپل د ولایتي شورا غړيو په ډاګه کړې، چې په تېرو دوه میاشتو کې د دغه ولایت د ولسوالیو په مرکزونو کې له ۵۰ ډېر امنیتي سرتېري وژل شوي او شل نور ټپيان دي؛ خو مرکزی حکومت تراوسه په دې اړه هیڅ پاملرنه نه ده کړې.
د سرپل امنیتی امنیتی ځواکونه د راتلونکیو ټاکنو د امنیت پر ټینګښت ټینګار کوي او وایي ژر به په دغه ولایت کې عملیات پيل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwwazzt1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته