کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار له طالبانو سره د اوربند په اړه خبرې وکړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 جوزا 1397 ساعت 16:06

ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له وسله والو طالبانو سره د اوربند په اړه خبرې وکړې.


د جمهوري ریاست له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې غني نن غرمه د اسلامي حزب د مشر ښاغلي ګلبدین حکمتیار کور ته ورغی او د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي یې ورکړه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې ښاغلي حکمتیار د جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي له ورتګه مننه وکړه او د اختر مبارکۍ تر څنګ یې د جمهوررئیس د اوربند له نوښته قدرداني وکړه وې ویل، سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او موږ د اوربند او سولې پروسې څخه ملاتړ کوو.
 ولسمشر غني وویل، درې ورځني اوربند په ډاګه کړه چې سوله په سرتاسري اجماع بدله شوی ده.
هغه زیاته کړه، د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او  اقشارو  سره د سولې په اړه مشورې کوو او په دې برخه کې ستاسې له رغنده لیدلوري مننه کوم.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وایي له وسله والو طالبانو سره د اوربند موده د لسو ورځو لپاره تمدید کړی دی.
خو وسله والو طالبانو د یکشنبې په شپه د یو بیان په نشرولو سره وویل چې له حکومت سره درې ورځني اوربند پای ته رسېدلی او د یاد ډلې وسله والو به د افغان او بهرنیو ځواکونو او حکومت په وړاندې خپل بریدونو ته دوام ورکړي.


د مطلب کود: 165556

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165556/ولسمشر-غني-او-ګلبدین-حکمتیار-له-طالبانو-سره-د-اوربند-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com