کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ته په درې ورځني اوربند کې ۲۵۰۰ طالبان رادننه شول- دفاع وزارت

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 جوزا 1397 ساعت 18:33

د افغانستان ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د اوربند په ورځو کې کابل ته له رادننه شویو دوه زره پېنځه سوه وسلوالو طالبانو سم نیم په کابل کې پاتې شوي دي.


د حکومت او وسلوالو طالبانو د اعلان شوي اوربند په ورځو کې د افغان سرتېرو او وسلوالو طالبانو د اختر ګډو مبارکیانو او په پلازمېنه کابل کې د وسلوالو طالبانو د سپین بیرغ پورته کیدو زیاتره خلک هک پک حیران کړل.
د ولایتونو پر مرکزونو سربېره کابل ته هم زرګونه وسلوال طالبان راننوتل او له افغان سرتېرو سره یې ګډ انځورونه واخیستل او یو بل ته یې غېږې ورکړې.
د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي، چې کابل ښار ته د دوه زره پېنځه سوه راغلیو طالبانو سم نیم بېرته نه دي ستانه شوي او په کابل کې د آرام ژوند تېرولو په نیت پاتې شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي؛ پاتې شوي طالبان له جګړې ستړي شوي او غواړي، چې په امن او سوله کې ژوند وکړي.
کابل ښاریان بیا سخت په اندېښنه کې دي او وایي؛ هیڅ تضمین نشته، چې پاتې شوي وسلوال طالبان به د ښار امنیت ته ګواښ نه پېښوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بیا وايي، چې په ښارونو کې د طالبانو هر ډول حرکت د دوی تر څار لاندې دی.
په پلازمینه کې د وسلوالو طالبانو مانورونو د افغانستان د نوې جبهې د ريیس انوارالحق احدي غبرګون را پارولی او ویلي یې دي، چې د اوربند له پای ته رسیدو سره سم د وسلوالو طالبانو د اعلاميې خپریدل د جګړې د شدت معنا لري.
په ورته وخت کې رویترز خبري آژانس د یوه طالب چارواکي له قوله لیکلي، چې د وسلوالو طالبانو لوړ پوړیو چارواکو د یوې بېړنۍ غونډې په ترڅ کې پرېکړه کړي، چې هغو طالبانو ته به انظباطي جزا ورکړي، چې په ښارونو کې یې له افغان سرتېرو سره تصویرونه اخیستي دي.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا نه مني، چې ګواکي طالبان په پلازمېنه کې پاتې شوي او یا  د هغوی د مجازاتو پرېکړه شوې.
د اختر درېیمې ورځې له ماښام وروسته وسلوالو طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې د افغان سرتېرو پر مرکزونو بریدونه وکړل او اوربند یې پای ته ورساوه؛ خو ولسمشر غني له وسلوالو طالبانو سره د یو اړخیز اوربند موده لس ورځې نوره هم وغزوله.


د مطلب کود: 165569

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165569/کابل-ته-په-درې-ورځني-اوربند-کې-۲۵۰۰-طالبان-رادننه-شول-دفاع-وزارت

آوا
  https://www.avapress.com