کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه ولایت مرکز او دریو ولسوالیو کې د ظالبانو بریدونو له امله ۵ تنه پولیس سرتیرو وژل کیدنه

29 جوزا 1397 ساعت 9:02

د طالبانو دری ورځنی اوربند پای ته رسیدو سره دا ډله تیره شپه د فراه ولایت مرکز او دریو ولسوالی باندی برید کړی دی.



د آوا په ګزارش سره، په فراه کې سمیه ایز سرچینی وایی چی طالبان تیره شپه د فراه ښار کمربندی پوستو او پشت رود، اناردره او پشت کوه ولسوالیو پوستو باندی برید کړی دی.
دادالله قانع، د فراه ولایتی شورا غړۍ و آریانانیوز ته ویلی دی چی په دی برید کې ملی پولیسو څلور تنه د فراه مرکز شورآب سیمه کې او یو پولیس هم د پشت کوه په ولسوالی کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په همدی حال کې ناصر مهری د فراه ولایت ویاند وایی: په دی برید کې طالبانو ته هم تلفات اوښتی دی.
د هغه په وینا، دری تنه طالبان د فراه مرکز کې وژل شوی او دوه تنه یی هم ټبیان شوی دی.
د فراه ولایت ویاند زیاتوی چی امنیتی ځواکونه د طالبانو بریدونو پلان څخه مخکې خبر درلود، او د همدی لپاره مسلح مخالفان د هیڅ امنیتی پوستی سقوط لباره بریالی نه شول او هغوی بریدونه په شاوتمبول شو.
 


د مطلب کود: 165583

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165583/د-فراه-ولایت-مرکز-او-دریو-ولسوالیو-کې-ظالبانو-بریدونو-له-امله-۵-تنه-پولیس-سرتیرو-وژل-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com