کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار ولایت غنی خېلو ولسوال د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شو

29 جوزا 1397 ساعت 9:12

د ننګرهار ولایت غنی خېلو ولسوال سبحان الله خطاب د وسله والو طالبانو د برید په ترڅ کې وژل شوی دی.



سیمه ایز چارواکي وایي، پیښه تیره ورځ د غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې د غني خېلو ولسوالی اړوند په مالټو باغ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي تائید کړه، چې وسله والو تیره ورځ شاوخوا ۱۰ بجې د ښاغلي خطاب پر موټر برید کړی چې په ترڅ کې نوموړی وژل شوی او د هغه یوه ساتونکی ټپي شوی دی.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو د یکشنبې په شپه د یو بیان په نشرولو سره وویل چې له حکومت سره درې ورځني اوربند پای ته رسېدلی او د یاد ډلې وسله والو به د افغان او بهرنیو ځواکونو او حکومت په وړاندې خپل بریدونو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وایي له وسله والو طالبانو سره د اوربند موده د لسو ورځو لپاره تمدید کړی دی.
 


د مطلب کود: 165586

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165586/ننګرهار-ولایت-غنی-خېلو-ولسوال-د-وسله-والو-طالبانو-په-برید-کې-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com