کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایټالیا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستې ژمنه تازه کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 جوزا 1397 ساعت 10:00

ایټالیا د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې یې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستې ژمنه تازه کړه.


د ایټالیا دفاع وزیرې اغلي الیزابت ترینتا د ملي یووالي حکومت له جرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د کتنې پر مهال افغانستان د ایټالیا دوست او متحد هېواد وباله.
نوموړې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې یې د ایټالیا د حضور په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې ایټالیا چمتو دي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې ته دوام ورکړي.
ښاغلي عبدالله له افغانستان سره د ایټالیا د مرستو او د ایټالیایي ځواکونو د حضور او قربانیو ستاینه وکړه.
د هېواد اجرائیه رئیس له اغلي ترینتا سره د کتنې پر مهال د افغانستان د روانو حالاتو په اړه معلومات ورکړ.
ټاکل شوې چې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس د افغانستان لپاره د خوړا نړیوال پروګرام په چوکاټ کې یې د سټراتیژیک طرحې د تصویب لپاره په یوه ناسته کې ګډون وکړي.


د مطلب کود: 165592

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165592/ایټالیا-له-افغان-امنیتي-او-دفاعي-ځواکونو-سره-د-مرستې-ژمنه-تازه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com