دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 165599
سږکال افغانستان ته څه باندې ۳۳۲ زره افغان کډوال ستانه شوي
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روان میلادي کال کې څه باندې ۳۳۲ زره افغان کډوال، چې لویه برخه یې په ایران او پاکستان کې میشت وو، له بهر څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحُسین عالمي بلخي، د سې‌شنبې په ورځ د کډوالو د نړیوالۍ ورځې په درشل کې یوې غونډې ته وویل، چې د تیر کال په پرتله سږکال افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو په شمیر کې د پام وړ توپیر نه دی راغلی.
ښاغلي بلخي وویل "له دې شمیرې له ایران او پاکستان څخه د پناه‌غوښتنې اسناد لرونکي او له اسنادو پرته ۳۲۰۰۴۰ کسان او له اروپايی هیوادونو څخه ۹۵۵ کسان په خپله خوښه او ۲۴۶ کسه شړل شوي او پاتې د سیمې له نورو هیوادونو څخه راستانه شوي دي".
ښاغلي بلخي زیاته کړه، په ۲۰۱۷ کال کې ۶۱۹ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شوي وو، چې له دې شمیرې څه باندې ۱۵۰ زره یې له ایران څخه په زوره شړل شوي دي.
سبا د جون شلمه د کډوالو نړیواله ورځ ده، چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې لمانځل کیږي.
افغانستان دغه ورځ په داسې حال کې لمانځي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې، په تیره یوه نیمه لسیزه کې څه باندې اته میلیونه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي، خو لا هم شاوخوا ۶ میلیونه افغانان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې کډوال دي، چې لویه برخه یې په ایران او پاکستان کې اوسیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaomn6o49nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته