کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال رازق: طالبانو مشرانو یاد ډلې په مشرتابه کې بدلونونه راوستلي دي

29 جوزا 1397 ساعت 19:56

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ادعا کړي چی وسله وال طالبان یاد ډلې په مشرتابه کې یو لړ بدلونونه راوستلي دی.



د جنرال عبدالرازق په وینا، د طالبانو د مشرتابې د پرېکړې پر اساس په فرهنګي چارو کې د طالبانو مشر امیر خان متقي په خپله دنده کې د سرغړونې له امله له خپلې دندې ګوښه کړای شوی دی.
نوموړی زیاته کړه، چې د طالبانو مشرتابې د پرېکړې سره سم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په فرهنګي چارو کې د طالبانو نوی مشر په توګه په دنده ګمارل شوی دی.
د کندهار امنیه قوماندان په همدې حال کې ادعا کوي، چې طالبانو ښاغلي متقي د طالبانو مشر ملا هبت الله د دفتر رئیس په توګه په دنده ګمارلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یوه جګپوړي ډلمشر رویټرز ته ویلي، چې د طالبانو مشرتابه د وسله والو سلفي انځورونو په اړه یوه بیړنی غونډه رابللې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو مشرتابه د یاد ډلې ډلمشرانو ته لارښوونه کړې، چې د هغو طالب جنګیالیو په وړاندې انضباطي اقدامات وکړي چې له امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو سره سفلي انوځورونه اخیستي دي.
د سرچینې په وینا، پاکستان د طالبانو له مشرتابې څخه غوښتي وو چې د اوربند په موده کې یې د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو په وړاندې هم بریدونه ودروي خو طالبانو مشرتابه د پاکستان دغه غوښتنه رد کړه.
 


د مطلب کود: 165633

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165633/جنرال-رازق-طالبانو-مشرانو-یاد-ډلې-په-مشرتابه-کې-بدلونونه-راوستلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com