ښاغلي رسا په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغانستان او عربستان ترمنځ د هوایي دهلیز هوکړه لیک لاسلیک شوی او په راتلونکې اوونۍ کې به په لومړۍ الوتنه کې ۵۰۰ کیلوګرامه زغفران او نور سوداګریز توکي جدې ښار ته ولېږدول شي.
هغه زیاته کړه، چې تر دې مهاله د افغانستان- هندوستان، افغانستان – قزاقستان او افغانستان – ترکیې د هوایي دهلیزونو له لارې د ۵۱ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۶۰۰ ټنه سوداګریز توکي په ۱۰۰ الوتنو کې یادو هیوادونو ته لېږل شوي دي.
نومړی په همدې حال کې وویل، چې د اقتصادعالي شورا د خصوصي سکتور د هڅونې او ملاتړ په موخه ۱۱ ولایتونو کې ۱۳ صنعتي پارکونو ته په ټیټه بیه د ځمکو د وېشلو پرېکړه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت له دې وړاندې له هندوستان او ترکیې سره د سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره ورته هوایي دهلېزونه پرانیستلي دي.