کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مېلر: افغانستان کې د پاکستان له ملاتړ پرته د ثبات ټینګښت سخت دی خو ناممکن نه‌دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جوزا 1397 ساعت 9:06

په افغانستان د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت ته نوی نومول شوی امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، په افغانستان کې د کړکېچ د سیاسي هواري لپاره پوځي او سیاسي دواړه هڅې باید خوا په خوا مخکې ولاړې شي.


جنرال سکاټ مېلر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» د امریکا د سنا د وسله‎والو خدمتونو کمېټې ته وویل، د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ په بریالتوب کې د پاکستان همکاري ډېره مهمه ده.
د نوموړي په وینا په افغانستان کې د پاکستان له ملاتړ پرته د اوږد مهالي ثبات ټینګول سخت دي، خو ناممکن نه‎دي.
جنرال سکاټ مېلر زیاته کړه، د سیاسي هواري لپاره یوازې پوځي فشار کفایت نه‎کوي او تر څنګ یې ډیپلوماټیک او ټولنیزو فشارونو ته هم اړتیا ده.

  

 وموړي د سیاسي هواري په برخه کې خپله د افغانانو ونډه هم مهمه وبلله:
"د هواري لپاره خپله د افغانانو هڅو ته هم اړتیا ده. افغانان د ستونزې د هواري یوه برخه ده. د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او د دوی ده او نور ښکېل لوري هم باید ټول په ګډه کار وکړي، څو اصلي اهداف تر لاسه شي."
په افغانستان کې د اختر په ورځو کې د رامنځته شوي اوربند د اهمیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې جنرال مېلر وویل چې د تاوتریخوالي د کمولو پلوی دی او کله چې تاوتریخوالی کمېږي، د خبرو لپاره ډېر چانس پیدا کېږي، خو نوموړي وویل، نه غواړي له حده زیاته تمه ترې ولري.
د دې امریکايي جنرال په وینا دا د ډیالوګ لپاره پیل کیدای شي او اوس مهمه دا ده چې افغان حکومت، طالبان او نړیواله ټولنه یې باید تعقیب کړي.
ښاغلي مېلر دا څرګندونې په‎داسې حال کې کوي چې په افغانستان او سیمه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د یو اوږد مهال اوربند او سولې د خبرو د پیل لپاره هڅې چټکې شوي دي.
په‎دې لړ کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» په ماښام د کابل په حضوري چمن کې له هلمنده تر کابله پلي تللي د سولې د حرکت غړیو ته وویل، له طالبانو سره له قید او شرط پرته په ټولو مسئلو خبرو ته چمتو دی او که طالبان یې ومني دا یو کلن اوربند ته هم تیار دی.

  


د مطلب کود: 165643

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165643/مېلر-افغانستان-کې-د-پاکستان-له-ملاتړ-پرته-ثبات-ټینګښت-سخت-دی-خو-ناممکن-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com