دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 165654
د افغانستان دفاع وزارت وايي، پرون شپه په بادغیس ولایت کې د ملي اردو ۱۱ سرتیري د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، پرون شپه په بادغیس ولایت کې د ملي اردو ۱۱ سرتیري د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوي دي.
دا خبره د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش نن چهارشنبې ازادي راډیو ته وکړه:
"تېره شپه که څه هم موږ په جدي توګه اوربند ته ژمن یو، خو طالبانو په بالامرغاب کې یو برید وکړ چې په کې زموږ ۱۱ سرتیري شهیدان شول او ۹ تنه نور سرتیري مو ټپیان شول."
که څه هم ښاغلی رادمنش دا تلفات دقیق بولي، خو تر دې مخکې د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ ازادي راډیو ته ویلي و چې د ملي اردو ۳۰ سرتیري د طالبانو په دغه برید کې وژل شوي دي.
ښاغلي بیګ وویل، ۱۰ سرتیري په دوو پوستو کې وژل شوي او بیا همدغو سرتېرو ته د کومکي پوځیانو انتقالوونکي دوه هاموې ټانکونه هم هدف ګرځیدلي چې په کې شل نور سرتیري وژل شوي دي.
افغان پوځیانو ته په بادغیس ولایت کې د مرګ ژوبلې د اوښتو دا راپور داسې وخت خپرېږي چې ولسمشر اشرف غني په طالبانو باندې د اوربند موده غځولې ده.
  
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccppqs02bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته