خوښ ديک ۰

عبدالله دوشنبه کې "اوبه، د تل پاتې پراختیا لپاره" غونډه کې ګډون کوي

تمه کېږي چې افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۰» په تاجکستان کې په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د «اوبه، د تل‎پاتې پراختیا لپاره» تر سرلیک لاندې جوړېږي.
عبدالله دوشنبه کې "اوبه، د تل پاتې پراختیا لپاره" غونډه کې ګډون کوي
تاجکستان پایتخت دوشنبه کې د ملګرو ملتونو په همکارۍ د دې غونډې کوربه‎توب کوي.
د اجرائیه ریاست مطبوعاتي سلاکار فریدون خوځون تېره شپه له تاجکستانه په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په دې کنفرانس کې د تاجکستان، ترکمنستان، پاکستان ولسمشران، د افغانستان اجرائیه رئیس او د یو شمېر نورو هېوادونو د ولسمشرانو مرستیالان، صدراعظمان او یا د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي."
د ښاغلي خوځون په وینا د دې کنفرانس اصلي هدف تر ۲۰۲۸ میلادي کال پورې له اوبو څخه د بهترې استفادې او پایدارې پراختیا پر موضوع بحث دی.
د ښاغلي خوځون په وینا ټاکل شوې ده چې د افغانستان اجرائیه رئیس به په‎دې غونډه کې له ګډون وروسته د پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان له ولسمشرانو سره جلا جلا لیدنې هم ولري.
د اجرائیه رئیس مطبوعاتي سلاکار زیاته کړه چې د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره به د ښاغلي عبدالله د بحث یوه مسئله په سیمه کې د سولې او ثبات موضوع وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود: 165663 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *