تمه کېږي چې افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۰» په تاجکستان کې په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د «اوبه، د تلپاتې پراختیا لپاره» تر سرلیک لاندې جوړېږي.
عبدالله دوشنبه کې "اوبه، د تل پاتې پراختیا لپاره" غونډه کې ګډون کوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جوزا 1397 ساعت 14:21
تمه کېږي چې افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۰» په تاجکستان کې په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د «اوبه، د تلپاتې پراختیا لپاره» تر سرلیک لاندې جوړېږي.
تاجکستان پایتخت دوشنبه کې د ملګرو ملتونو په همکارۍ د دې غونډې کوربهتوب کوي.
د اجرائیه ریاست مطبوعاتي سلاکار فریدون خوځون تېره شپه له تاجکستانه پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په دې کنفرانس کې د تاجکستان، ترکمنستان، پاکستان ولسمشران، د افغانستان اجرائیه رئیس او د یو شمېر نورو هېوادونو د ولسمشرانو مرستیالان، صدراعظمان او یا د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي."
د ښاغلي خوځون په وینا د دې کنفرانس اصلي هدف تر ۲۰۲۸ میلادي کال پورې له اوبو څخه د بهترې استفادې او پایدارې پراختیا پر موضوع بحث دی.
د ښاغلي خوځون په وینا ټاکل شوې ده چې د افغانستان اجرائیه رئیس به پهدې غونډه کې له ګډون وروسته د پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان له ولسمشرانو سره جلا جلا لیدنې هم ولري.
د اجرائیه رئیس مطبوعاتي سلاکار زیاته کړه چې د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره به د ښاغلي عبدالله د بحث یوه مسئله په سیمه کې د سولې او ثبات موضوع وي.
د مطلب کود: 165663