دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 165674
والي: د ارزګان په ځینو سیمو کې پراختیايي پروژې پلې کوو
د ارزګان والي وايي، د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې به یو شمېر پراختیايي پروژې پلې کړي.

محمد شفیق اسدالله سعید نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو پروژو کې د ویالو او سړکونو جوړول او د پاکو اوبو د رسولو چارې شاملې دي.
نوموړي وویل چې دغه سیمې د ترینکوټ ولسوالۍ اړوند ساحې دي چې د پروژو تدارکاتي کارونه‌يې خلاص شوي او ډېر ژر به په کار پیل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولایتي شورا د مسؤلینو له قوله، دا مهال د ارزګان شااوخوا ۹۰ سلنه خاوره د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefn8zejh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته