دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۳۸
د مطلب کود : 165685
ولسي جرګه: د سولې پروسې د لاپياوړتیا لپاره پر یوې طرحې کار پیل شوی
په داسې حال کې چې د سولې د روانې پروسې د بریا لپاره په دې وروستیو کې هڅې ډېرې شوي دي د افغانستان ولسي جرګې هم د دغه بهیر د پیاوړتیا لپاره پر یوې تازه طرحې کار پیل کړ.
د دغې جرګې اداري هیئت وايي چې د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د جرګې دوو کمېسیونونو ته دنده وسپارل شوه چې په افغانستان کې د سولې څخه د ملاتړ لپاره طرحې چمتو او له تصویب وروسته يې حکومت ته وسپاري.
د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان د جرګې له عمومي غونډې وروسته ازادي راډيو ته وویل چې دا طرحه به د سولې په برخه کې اغېزمنه تمامه شي.
"ټول افغانان د سولې تږي دي او د خلکو استازي هم هڅه کوي چې له ځينو لارو کار واخلي او داسې څه ولټوي چې د افغانستان د سولې سره مرسته کولای شي، نن د دفاعي او امنیتي چارو کمېسیونونو ته همدا دنده وسپارل شوه چې پر دغه طرحه کار وکړي، له نورو کمېسیونونو سره یې شریکه کړي او دا په حقیقت کې د ملت غږ دی چې باید ورته درناوی وشي."
د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې د عمومي غونډې بحث تر ډېره د سولې لپاره د حکومت پر وروستیو اقداماتو راڅرخېده.
د جرګې ځينو غړو د سولې لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني هڅې د پام وړ وبللې او له طالبانو یې وغوښتل چې د جګړې پر ځای د خبرو اترو لار غوره کړي.
د تېر کوچني اختر په شپو ورځو کې د حکومت او طالبانو تر منځ د دوه اړخیزه اوربند له ټینګښت راهیسې د طالبانو سره د خبرو اترو د پیلېدو او په هېواد کې د امنیت ټینګښت ته هیلې ډېرې شوي دي.
که څه هم حکومت تل په سترو ملي مسایلو کې د ملي شورا د غړو، سیاسي او جهادي مشرانو سره د مشورو ویلي دي، خو د دغې جرګې غړي انتقاد کوي چې د طالبانو سره د سولې او خبرو اترو په اړه ورسره لازمه مشوره نه ده شوې.
له دې سره د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري وايي، دوی د ولسي جرګې لخوا د جوړېدونکي طرحې هر کلی کوي او هغه به د حکومت سره په همغږۍ تطبیق کړي.
"د افغانستان د سولې عالي شورا د ولسي جرګې له دغه ګامه هر کلی کوي او د هېواد پر هر وګړي غږ کوي چې دوی که د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سولې لپاره هره طرحه لري دوی ورته لبیک وايي، د ولسي جرګې طرحه هم له تصویب وروسته یو ځای عملي کوو."
ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ د سولې لپاره د ولسي کاروان له غړو سره په لیدنه کې وویل، که طالبان اوربند وکړي دی حاضر دی چې د حکومت لخوا اعلان شوی اوربند تر یوه کاله وغځوي.
ښاغلي غني ټينګار وکړ چې د سولې د ټينګښت لپاره هرې قربانۍ ته چمتو دی او هر چېر ته چې د طالبانو مشر ملا هبت الله غواړي دی به ورسره خبرې وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7n9qnak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته