په غزنی کې سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی دوه سرتیری د طالبانو سره اړیکو په تور او خیانت لپاره نیول شوی دی.
په غزنی کې د طالبانو سره اړیکو په تور دوه امنیتی سرتیری نیول شوي
31 جوزا 1397 ساعت 8:19
په غزنی کې سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی دوه سرتیری د طالبانو سره اړیکو په تور او خیانت لپاره نیول شوی دی.
عارف نوری؛ د غزنی والی ویاند تیره ورځ چهارشنه په یو تلفنی اړیکه کې د آوا خبرنګار ته وویل چی د طالبانو دوه نفوذی کسان د غلام نبی او محمد حنیف په نامه چی د غزنی اندر او ګیروی ولسوالیو اوسیدونکې دی او د څه وخت راهیسی د امنیتی ځواکونو په صفوفو کې وظیفه ترسره کوی د عملیاتونو راپور و طالبانو ته ورکول، د پولیسو استخباراتو له لوری کشف او نیول شوی دی.
د نوری په وینا دا کسان خپل جرام باندی اعتراف کړی دی.
د یادولو وړده چی مخکې هم دوه تنه پولیس د اندر په ولسوالی کې د طالبانو سره همکاری په تور نیول شوی وو.
د مطلب کود: 165691