دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۶
د مطلب کود : 165693
ننګرهار کې داعش تروریستی ډلې ښاري شبکې پنځه غړۍ نیول شوي
په ننګرهار ولایت کې ځایي چارواکي وایي د اسلامي دولت نومې ډلې یا د داعشیانو د ښاري شبکې پنځه غړي د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.


د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، چې د داعش وسله والو د ښاري شبکې پنځه غړي، چې په ښار کې يې د دولتي مسئولينو په ترور، ماينونو او وسلو ليږد او نورو تخريبي کړنو کې لاس درلود د ملي امنيت ادارې له لوري ونيول شول.
نوموړي وويل، چې يادو کسانو په جلال اباد ښار کې تروريستي او تخريبي فعالیت کولو او د دولتي منسوبينو په ترور کې لاس لري.
ده زياته کړه، چې د داعش دغه غړي د نورو ناوړه کړنو ترڅنګ د وسلو او مهماتو په لېږد او ماينونو ځای په ځای کولو جرمونه هم لري.
هغه وويل، چې د ملي امنيت موظفينو په بهسودو او سره رود ولسواليو کې له يو شمېر کورونو څخه ۲۱ ميله بېلابيله ډوله وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
عطاء الله خوږياڼي دغه راز وويل، چې د ځمکنيو او هوايي بريدونو په ترڅ کې د داعش وسله والو هغه مرکزونه او يو شمېر داعش وسله وال لمنځه وړل شوي، چې له کوچني اختر وړاندې او د اختر په شپو او ورځو کې يې په جلال اباد ښار او د روداتو په غازي امان الله خان ښآرګوټي کې خونړۍ چاودنې رامنځته کړې وې، چې له امله يې زمونږ يو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي و.
د ننګرهار ولایت مقام د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې نيول شويو داعش وسله والو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او زياتوي، چې د پاکستانيانو او نورو بهرنيانو له لوري لومړی ټرايننګ او بيا ښار ته د تخريبي کړنو په موخه راوستل شوي و.
خبرپاڼه زیاتويو چې دوی په خپلو کړنو پښيماني وښوده او د خپلو مشرانو د ناوړه چلند او کړنو څخه يې هم پرده پورته کړه.
 
https://avapress.com/vdcf1tdymw6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته