نومړی په پرون په کندهار ولایت کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال د سولې خبرو اترو د پیل لپاره د یوې جرګې د جوړولو په اړه هم خبر ورکړ.
ښاغلي شیرزي ادعا کوي، چې د یادې جرګې یو شمېر غړي له تېر درېیو میاشتو راهیسې د طالبانو د کوټې شورا له غړو سره په تماس کې دي.
نوموړی په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل خو له حکومت سره د طالبانو اوربند د یادې جرګې یو له مهمو لاسته راوړنو څخه وبلله.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یو بیان په نشرولو سره ویلي ”تیره ورځ د کابل ادارې په اصطلاح د سرحدونو چارو وزیر ګل آغا شیرزي او یو شمیر نورو چارواکو ادعا کړې چې ګنې د اسلامي امارت له مشرانو سره يې تماسونه نیولي او خبرې يې روانې دي. “
هغه زیاته کړه ”د خبرو او مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت دريځ خورا ښکاره دی او وخت په وخت د رسنیو له لارې له هیوادوالو او نړیوالو سره شریک شوی. په دې اړه د اسلامي امارت په موقف کې کوم تغیر نه دی راغلی اونه هم غواړي په بې اغیزو خبرو وخت ضایع کړي. “
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)