دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 165705
افغان لوري ته د نیول شویو سرتېرو د سپارلو په اړه د پاکستان پوځ ادعاوې
د پاکستان پوځ ادعاوې کوي چې د پوځ اړوند د ملیشې ځواکونو له خوا نیول شوي افغان سرتېري افغان لوري ته سپارلي دي.
پاکستان پوځ د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د حیات الله او لطیف الله په نومونو دوه تنه افغان سرتېري د چمن په سرحدي سیمه کې افغان پولیسو ته تسلیم  کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دا دوه افغان سرتېرې سهواً له کرښې د پاکستان لور ته پورې وتلي وو.
افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او تر اوسه معلومه نه ده چې دغه دوه کله د پاکستاني ملیشو له خوا نیول شوي وو.
پاکستان پوځ د نیول شویو افغان سرتېرو د سپارلو په اړه په داسې حال کې خبر ورکوي چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې د خوست په ځاځي میدان کې یې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د پاستان پوځ اړوند یو شمېر ملیشې ځواکونه وژل شوي وو او یو تن د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyieviuqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته