دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 165710
د حکومت او طالبانو له خوا د اوربند د اعلان په اړه د سعودي پاچا عکس العمل
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د کوچني اختر په مناسبت کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.
د سعودي شاهي محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د حکومت او طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کوي.
نومړی د حکومت او طالبانو دغه پرېکړه یوه نیک ګام وباله او پر دواړو غاړو غږ وکړ چې د اوربند موده دې تمدید کړي.
سلمان بن عبدالعزیز وایي، افغان ولس د کلونو جنګ او وحشت له امله ډیر متضرر شوي او سولې ته سترګې په لاره دي.
د سعودي پاچا وایي، افغان ولس غواړي د زغم، سولې او پخلایني پر مټ یوه نوې پاڼه پرانیزي او د بې ګناه خلکو د ژغورلو په موخه له تاوتریخوالو لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وایي له وسله والو طالبانو سره د اوربند موده د لسو ورځو لپاره تمدید کړی دی.
خو وسله والو طالبانو د یکشنبې په شپه د یو بیان په نشرولو سره وویل چې له حکومت سره درې ورځني اوربند پای ته رسېدلی او د یاد ډلې وسله والو به د افغان او بهرنیو ځواکونو او حکومت په وړاندې خپل بریدونو ته دوام ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfytdyxw6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته