دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 165725
پاکستانې چارواکې: ډیر ژیر به د افغان سولې په اړه خبری پېل شی
په اسلام‌اباد کې د لیدو کاتو وروسته ازبکستان ته د افغان لوړپوړي پلاوي له سفر سره هم‌مهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ځيني چارواکي په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د سولې خبرو اترو د پیلېدو خبر ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي چې د اکسپرس ټربیون ورځپاڼې سره‌يې د نوم د نه‌بیان په شرط خبرې کړي ویلي دي چې له ډېر ځنډ وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په یوه نامعلوم ځای کې خبرې پیلېدونکې دي.
له دې سره د افغانستان د سولې عالي شورا پاکستان ته د افغان پلاوي سفر امیدوار کړي، خو وايي د دوی تمه دا ده چې پاکستان که د سولې په پروسه کې مرسته نه‌کوي دا پروسه دې له ستونزو سره هم نه‌مخ کوي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري په دی اړه وایی:
​"موږ هیله لرو چې دا سفرونه پاکستان دې ته چمتو کړي چې که په دغه بهیر کې مرسته نه‌کوي، زیان هم ورته ونه‌رسوي. له افغانستانه بهر د افغان چارواکو د سفرونو یوه مهمه اجنډا د سولې خبرې دي، له پاکستان څخه زموږ تمه دا ده چې د سولې په اړه‌يې چې څه ژمنې کړي په اړه‌يې عملي اقدامات هم وکړي تر څو افغانان پوه شي چې دا کارونه د صداقت له مخې شوي دي."
د پاکستان اکسپرس ټربیون ورځپاڼې د دغه چارواکي له خولې لیکلي دي چې د بېلابېلو هېوادونو استازي به هم د خبرو اترو په بهیر کې ګډون ولري.
د پاکستان دننه د افغان سولې په اړه دا خبرې داسې مهال ګرمې دي چې درې ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سالاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یوه پلاوي اسلام‌اباد ته سفر کړی وو.
که څه هم حکومتي ویاندویان د دغه سفر د نتیجو په اړه څه نه‌وايي، خو له دې وړاندې د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه سفر هدف سوله او د پاکستان سره د اړیکو جوړول ښودلي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس چې د دغه پلاوي سره مل دي له پاکستان وروسته اوس ازبکستان ته تللي دي.
ازبکستان ته دا سفر داسې مهال کېږي چې د تېرې یکشنبې په ورځ ازبکستان طالبانو او افغان حکومت ته بلنه ورکړه چې د سولې مستقیمې خبرې په دغه هېواد کې پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdcb5sb8srhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته