دخپریدو نیټه :جمعه ۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۳
د مطلب کود : 165732
محمد حنیف اتمر: د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو د افغانستان وړاندیز تأیید کړ
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ازبکستان په پلازمېنه، تاشکند کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو او روسیې د امنیتي سکټور له چارواکو سره د سیمې پر ثبات او امنیت خبرې وکړې.

محمد حنیف اتمر وایی چې په وروستیو کې د ملي وحدت حکومت ته دا اندېښنې پیدا شوې دي چې خدای مه‌کړه افغانستان د سیمې د هېوادونو د تقابل په مرکز بدل شي، نو د همدې لپاره‌یې دې غونډې ته یو وړاندیز وکړ.
ښاغلي اتمر زیاته کړه:
"افغانستان هلته یو ډېر واضح پلان وړاندې کړ چې له ښه مرغه ټولو برخه‌والو تأیید کړ او هیله‌یې وکړه چې دا پلان له ستراتېژيکې سطحې عملي سطحې ته یوسي او پر جزئیاتو یې کار وشي، موږ په دې اړه موافقه وکړه او که خدای کول په راتلونکو اوونیو کې به په دې برخه کې د جدي پرمختګونو شاهدان یوو."
په ازبکستان کې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او یو شمېر نورو چارواکو سره هم خبرې وکړې.

د دې غونډو پر مهال د تاشکند پر تازه وړاندیز خبرې وشوې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ، د افغانستان حکومت او طالبانو ته بلنه ورکړه چې د ازبکستان دننه د سولې لپاره مخامخ خبرې وکړي.
تاشکند د مارچ میاشتې په ۲۶مه او ۲۷مه د افغانستان لپاره د سولې د یوې نړیوالې غونډې کوربه و، خو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې طالبانو برخه نه‌وه اخیستې. سلاکار محمد حنیف اتمر وویل چې دا پلان باید تسریع شي.
https://avapress.com/vdcjtiev8uqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته