دخپریدو نیټه :جمعه ۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۱
د مطلب کود : 165736
کندهار کې سړک جوړونې ۱۳ تنه انجنیران تښتول شوي
په کندهار ولایت کې د سړک جوړونې د یوه شرکت ۱۳ انجنیران او د هغوي ۲۰ ساتونکي د طالبانو له خوا تښتول شوي.

د کندهار امنیه قومانداني د یو بیان په نشرولو ویلي، چې وسله والو طالبانو تېره ورځ ناوخته د سپین بولدک په مربوطاتو کې د سړک جوړونې پر یوه شرکت ډلییز برید وکړ.
سرچینه زیاتوي، چې د برید په پایله کې وسله والو د سړک جوړونې شرکت ۱۳ انجنیران تښتولي دي.
بلخوا په سپین بولدک کې یوه باوري سرچینه وایي، د برید په پایله د سړک جوړونې ۱۳ انجنیران او د هغوي ۲۰ ساتونکي د وسله والو تښتول شوي.
سرچینه زیاتوي، چې له وسله والو سره د نښتې په ترڅ کې څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي.
د سرچینې په وینا، امنیتي ځواکونو د تښتول شویو انجنیرانو د ژغورلو په موخه عملیات پیل کړی و چې د طالبانو له مقاومت سره مخ شوه او په ترڅ کې څلور امنیتي منسوبین خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcdsk0f9yt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته