دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 165747
سولې لوبی ته د مجلس ناوخته راتلنه

 
مجلس نمایندګان تړون کړي ترڅو د سولې پر یو طرحه باندی کار وکړی او د مجلس مصوبه په حیث و سولی عالی شورا ته وړاندی کړی.
عبدالرؤوف ابراهیمی؛ د نمایندګانو مجلس مشر د چهارشنبه په ناسته کې وویل چی ځینی نمایندګان وړاندیز کړي چی مجلس یو طرحه د هیواد سولې لپاره آماده کړی او د تصویب وروسته، د نمایندګانو نظریاتو جمعه باندی په حیث د سولې عالی شورا ته وړاندی کړی.
هغه د نمایندګانو توافق وروسته، مجلس کمیسیونونو ته امر کړي ترڅو د لسو ورځو په جریان کې، په هیواد کې د سولې تامین په اړه وړاندیزونه د مجلس داخلی امنیت کمیسیون سره شریک او د کمیسیونونو نظریات جمع باندی عمومی تالار ته وړاندی کړی.
نمایندګانو مجلس مشر وویل چی دا ناشته د هیواد په بدلونونو کې بالخصوص د سولې په پروسه کې، لږ نقش درلودلی او هیله مند دی چی د سولې طرحی وړاندیز سره وکولای شی د سولې پروسی سره مرسته وکړی.
دا تصمیم په داسی شرایطو کې اخیستل کیږی چی ملی شورا هر وخت د سولې لوبی لوی غایب پاته شوي.
حکومت په دی برخه کې د ډیرو نورو پیښو په شان، قصدی توګه ملی شرا نادیده نیولی او په دی توګه، د سولې پروسه هم د نورو اقداماتو په شان، حکومت انحصار کې پاته شوي.
د همدی دلیل په اساس، دا موضوع د ډیر وخت راهیسی مطرح وو چی ولی ملی شرا د سولې په پروسه کې مداخلت نه کوی؟ مخکنۍ او اوسنۍ حکومتونو مشران حتی یو ځل هم په اختصاصی توګه د مجلس نمایندګانو یا سنا غړو سره د سولې په پرخه کې بحث او مشورت نه دی کړی.
ناظران دا کار یو د حکومت یو ډول خودمحوری او یا اقتدار ګرایی د خلګو نمایندګانو په وړاندی بولی.
د حکومت له نظره، عالی شورا د سولې په برخه کې تصمیم نیونې رسمی مرجع دی او هر هڅه چی په دی برخه کې صورت ونیسی باید ددی شورا له لاری اجرایی او عملیاتی شی.
په دی توګه، مجلس ځینی نمایندګانو او افغانستان دولت سولې سیاست نور منتقدان وایی چی سولې عالی شورا تراوسه په دی برخه کې کوم لاسته راوړنه نه دی درلودلي؛ بناپردی ددی شورا شتون او نه شتون، د سولې او جنګ پر معادله باندی کوم اغیزه نه لری او په دی برخه کې، بل لاره باید ولټول شی.
خو ځینی نور ناظران نمایندګانو مجلس او په کلی توګه ملی شورا باندی هم نیوکه کوی او وایی چی دا نهاد په کافی اندازه خپل مسؤولیتونو په وړاندی کوم اقدام نه دی کړی.
له بل لوری، پوهان وایی چی نمایندګانو مجلس هر وخت د حکومت سره چلند سره شکاره کړی دی چی د احساساتو، عواطفو او پوهی او عقلانیت او سیاسی تدبیر نه بغیر راغلی او هیڅ وخت قدرت نه دی لاسته راوړی چی اجرایی دستګاه سره خپل اړیکې د قانونی اصولو په اساس جوړ کړی.
د سولې په برخه کې هم داسی په نظر رسیږی چی نمایندګانو مجلس غړۍ حکومت مواضعو باندی بیله نیوکې بل د ویلو لپاره نه دی درلودلي؛ ځکه ددی مجلس تګلاری سوابق شکاره کوی چی غړۍ یی، د حاکمیت رسمی سیاستونو په وړاندی یواځی ښه نیوکه کوونکې او یا منتقدان پاته شوي؛ خو کوم بدیل ددی سیاستونو په وړاندی نه دی درلودلی.
حقیقت دادی چی یواځنۍ نیوکه چی د حکومت سولې استراتژی په برخه کې د طالبانو په وړاندی شتون لری دادی چی ذیربط دستګاویی اساسآ کوم راهبردی تګلاره په دی برخه کې نه لری؛ یعنی سولې په برخه کې هڅو نتیجه نه ورکونه، راهبردی بحران دی او دا هغه څه دی چی حکومت او سولې عالی شورا ورڅخه رنج وړی. دا کار نه یواځی دا چی د سولې په برخه کې شته فعال نهادونو اعتبار تر پوښتنې لاندی راوړی بلکه دولت خارجی سیاسی او حقوقی اعتبار او حیثیت په خارجی برخه کې هم ترپوښتنې لاندی راوړی دی، په داسی توګه چی طالبان حتی د دولت سره مذاکری ته نه حاضریږی او دا دولت لاس کښینول شوی دولت او بی صلاحیته بولی په دی توګه، کوم هیله نشته چی مجلس هم په دی برخه کې کوم څه وکړی.
 
https://avapress.com/vdcfjtdyew6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته