کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د دیني عالم د وژنې په اړه د ولسمشر غني تند غبرګون

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 سرطان 1397 ساعت 12:03

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي ولسمشر محمد اشرف غني د هرات ولایت د اهل تشیع پر جید عالم حجت الاسلام جعفر توکلي تروریستي برید او د هغه وژل په کلکه غندي او عاملان یې د اسلام او انسانیت دښمنان وبلل.



د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ديو چې جمهوررئیس غني، دغه تروریستي برید نه بښونکی عمل او ستر جنایت وباله او یوځل بیا یې ټینګار وکړ چې د دیني علماو او خدمتګارو شخصیتونو وژل په هیڅ دین او ائین کې د توجیه وړ نه دي او دا د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې جمهوررئیس، شهید توکلي نامتو دیني عالم وباله چې د اسلام د مبین دین د دستوراتو د تبلیغ او د دیني مسایلو د دودولو په لار کې یې زیاتې هلې ځلې کړي دي.
هغه د هرات ولایت اړوند امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دغې تروریستي پېښې څرنګوالی وڅېړي ترڅو عاملان یې تشخیص او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د هرات امنیه قومانداني وایي، ښاغلي توکلي پرون ناوخته د ناڅرګندو وسله والو د برید په ترڅ کې وژل شوی.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.


د مطلب کود: 165763

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165763/په-هرات-کې-د-دیني-عالم-وژنې-اړه-ولسمشر-غني-تند-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com