دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 165769
د فوټبال په نړیوال جام سالیو کې نن درې لوبې کېږي
په روسيه کې د ٢٠١٨مېلادي کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې پرون درې مسابقې وشوې.

په اوله مسابقه کې برازيل ٢ د صفر په وړاندې کاستاريکا ته ماتې ورکړه.
په دويمه مسابقه کې نايجريا ٢ د صفر په وړاندې ايسنلد مات کړ او درېيمه سيالي چې د سربيا او سويس ترمنځ وه چې ٢ د ١ په وړاندې د سويس په ګټه پاى ته ورسېده.
نن شنبه هم د فوټبال نړيوال جام درې مسابقې کېږي.
اوله مسابقه به د افغانستان پر وخت د مازيګر پر څلورنيمو بجو د بلجيم او تونس ترمنځ وشي.
په دويمه مسابقه کې به پر اووه نيمو بجو جنوبي کوريا او مکسيکو د سيالۍ ميدان ته وځي.
درېيمه مسابقه به دشپې پر لس نيمو بجو د جرمني او سويډن ترمنځ کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmievhuqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته