کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فوټبال په نړیوال جام سالیو کې نن درې لوبې کېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 سرطان 1397 ساعت 12:26

په روسيه کې د ٢٠١٨مېلادي کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې پرون درې مسابقې وشوې.



په اوله مسابقه کې برازيل ٢ د صفر په وړاندې کاستاريکا ته ماتې ورکړه.
په دويمه مسابقه کې نايجريا ٢ د صفر په وړاندې ايسنلد مات کړ او درېيمه سيالي چې د سربيا او سويس ترمنځ وه چې ٢ د ١ په وړاندې د سويس په ګټه پاى ته ورسېده.
نن شنبه هم د فوټبال نړيوال جام درې مسابقې کېږي.
اوله مسابقه به د افغانستان پر وخت د مازيګر پر څلورنيمو بجو د بلجيم او تونس ترمنځ وشي.
په دويمه مسابقه کې به پر اووه نيمو بجو جنوبي کوريا او مکسيکو د سيالۍ ميدان ته وځي.
درېيمه مسابقه به دشپې پر لس نيمو بجو د جرمني او سويډن ترمنځ کېږي.


د مطلب کود: 165769

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165769/د-فوټبال-په-نړیوال-جام-سالیو-کې-نن-درې-لوبې-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com