د راپورونو له مخې، د لوګر ولایت په مربوطاتو کې د پکتیا والي د موټرو په کاروان برید شوی.
لوګر کې د پکتیا والي د موټرو په کاروان برید شوی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 سرطان 1397 ساعت 13:19
د راپورونو له مخې، د لوګر ولایت په مربوطاتو کې د پکتیا والي د موټرو په کاروان برید شوی.
د پکتیا ولایت د رسنیو دفتر وایي، پکتیا والي نن له کابل څخه پکتیا ته په لاره کې د وسله والو مخالفینو له کمین سره مخ شو چې د امنیتي ځواکونو او ښاغلي والي د ساتونکو له لوري له ټینګ غبرګون سره مخ شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې داسي شایعات خپاره شوي دي چې سلاکار وزیر او د پکتیا والي نن له کابل څخه پکتیا ته په لاره د وسله والو مخالفینو د کمین په ترڅ کې ژوبل شوی دی.
د ولایت مقام په وینا، دا خبره حقیقت نه لري پکتیا والي جوړ روغ او په خپلو کارونو بوخت دی.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
لوګر د افغانستان په مرکز کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د لوګر په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
د مطلب کود: 165773