دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 165774
طالبانو د هلمند د سولې کاروان وړاندیزونو ته ځواب ور نه کړ
د هلمند د سولې د کاروان تنظیوونکي وايي، تیره شپه دولس بجې وسله والو طالبانو ته ددغه کاروان له خوا په سمدستي ډول د اوربند د ټینګیدو په ګډون چې کوم وړاندیزونه استولي وو، دغې ډلې ورته ځواب نه ورنکړ.
د سولې کاروان غړي وايي، اوس یې پریکړه کړې، چې سر د یکشنبې د ورځې په کابل کې د هغو شمیر سفارتونو مخې ته د پرلت خیمې ودروي، چې د کاروان غړي دا ګڼي، چې پر وسله والو طالبانو باندې یو ډول نفوذ لرې شي.
د هلنمد د سولې د کاروان د غړو په استازیتوب اقبال خیبر نن د شنبې په ورځ (چنګاښ دوییمه) د کابل حضوري چمن په سیمه کې په یو جومات کې خبریالانو ته وویل، چې طالبانو دوی ته خصوصي پیغام استولی، خو د دوي غوښتنه له طالبانو څخه داوه، چې هغوی دې د یوې اعلامیې له لارې د سولې د کاروان وړاندیزونو ته ځواب ورکړي.
ښاغلي خیبر وویل " د طالبانو په خصوصي پیغام کې هغوی خپله پخوانۍ خبره تکرار کړې ده، چې تاسو زمونو پر ځای بګرام ته لاړ شئ اوله هغوی خپلې غوښتنې مطرح کړئ".
د هلمند د سولې د کاروان دغه چارواکي وویل، چې سر د یکشنبې له ورځې به په کابل کې د امریکا، روسیې، ایران، پاکستان او د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" مخ ته په نوبتي ډول د پرلت خیمې ودروي.
ښاغلي خیبر وویل " د هر سفارت مخ ته به د دریو، دریو ورځو لپاره په نوبتي ډول د پرلت خیمې ودرو او په درې ورځو کې به هڅه وکړو، چې د کوم سفارت مخ ته، چې پرلت ته کښینو د هغه هیواد له وګړو سره هم اړیکې ونیسو".
د وسله والو طالبانو څخه د هلمند د سولې د کاروان د غړو په غوښتنو کې سمدستي اوربند، د سولې لپاره د یو مرکز ټاکل، د ښکیلو خواو ترمنځ ګډ حکومت رامنځ ته کیدل او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د مهال ویش برابرول شامل وو.
د هلمند د سولې د کاروان ویاند بسم الله وطندوست امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دوی له افغان حکومت هم همدغه غوښتنې لرلې، چې افغان حکومت د دوی یو څه غوښتنې منلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfetdyjw6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته