دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 165778
د افغان هوایي ځواکونو تجهیز لپاره د پنټګان له خوا د نوی قرارداد اعلان
د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت یا پنټګان وایي د افغان هوایي ځواکونو او یو شمېر نورو هېوادونو هوایي قول اردوګانو د تجهیز په موخه د ۱۴۹،۱ میلیون ډالرو په ارزښت د یوې نوی قرارداد د ورکولو خبر ورکوي.
د پنټګان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نوې قرارداد په اساس به جنرال ډاینمکس شرکت د افغانستان په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو هوایي قول اردوګانو لپاره د اړتیاوړ مهمات برابره او لیږدلو ته چمتو کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد شرکت به افغانستان، سعودي عربستان، کنیا، اردن، نایجریا او قطر هوایي قول اردوګانو ته M151, M274, M257, M278, M156, M264, M278, WTU-1/B ډوله د توغندي او نور تجهیزات ورکړي.
د امریکا دفاع وزارت په وینا، ټاکل شوې چې دغه قرارداد د ۲۰۲۱ میلادي کال تر فبروري میاشتې پورې بشپړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په موخه افغان حکومت او د افغانستان متحدینو خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وایي د افغان هوایي ځواکونو جوړښت به تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې لا پراخه شي او نورو تجهیزاتو له ورکولو سره د دغو ځواکونو شمېر به یې تر درې برابره زیاتې شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaievouqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته