کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ شمالی کوریا باندی بندیزونو تمدید فرمان لاسلیک کړ

2 سرطان 1397 ساعت 17:38

د امریکا ولسمشر له لوری شمالی کوریا باندی بندیزونو تمدید فرمان لاسلیک شو چی له مخی یی پر شمالی کوریا باندی بندیزونه یو کال نور هم تمدید کړل شو.



ښاغلي ټرمپ ويلي چې د شمالي کوريا د اټمي وسلو له درکه امريکا ته "فوق العاده" ګواښ متوجې دى.
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه بنديزونه چې په اصل کې په ٢٠٠٨ کې پر شمالي کوريا لګول شوي وو، نن شنبه تمديد کړل.
خو ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې په ټوېټر کې ليکلي وو چې د شمالي کوريا د اټمي پروګرام له اړخه، نړۍ ته کوم خطر نه دى پېښ.
ظاهراً د ولسمشر ډونالد ټرمپ اوسنى اجرائيوي فرمان د هغه دا ادعا تر سيوري لاندې راولي چې د شمالي کوريا د اټمي پروګرام خطر يې کم اهميته ښوولى و.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ١١ ورځې مخکې په سنګاپور کې د شمالي کوريا له مشر کيم جونګ اون سره د تاريخي سرمشريزې پر مهال چې هدف يې په کوريا ټاپووزمه کې د کړکېچ کمول وو، وکتل.
ښاغلي ټرمپ تر هغې سرمشريزې وروسته ويلي وو، که له اټمي وسلو د کوريا ټاپووزمې د پاکولو پروسه پيل نه شي، پر شمالي کوريا لګول شوي بنديزونه به پر خپل حال پاتې وي.
 


د مطلب کود: 165805

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165805/د-امریکا-ولسمشر-دونالد-ترامپ-شمالی-کوریا-باندی-بندیزونو-تمدید-فرمان-لاسلیک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com