کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې چاودنه شوي

2 سرطان 1397 ساعت 17:46

د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کی چاودنه شوي چی په ترڅ کې یی څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتی ده.



پېښه نن شنبه دوه بجې د سپين بولدک ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند داود احمدي وايي، چسپکي ماين په يوه شخصي لوکسل موټر کې ځای پر ځای شوی و او د موټر د منځلو پر مهال يې چاودنه کړې چې له امله يې د موټر وینځلو د ځای يو کارکوونکی يې وژلی او درې نور یې ټپيان کړي دي.
احمدي وایي، لوکسل موټر هم شخصي و او تر اوسه يې علت نه دی معلوم.


د مطلب کود: 165806

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165806/کندهار-سپین-بولدک-ولسوالۍ-کې-چاودنه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com