دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 165821

د شعاري سولې په اړه د قرآن کریم فیصله

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني
د شعاري سولې په اړه د قرآن کریم فیصله




په افغانستان کې اوس امریکایان د سولي تر نامه لاندي د فساد خپرولو هڅي کوي ، او د غیر مستقیمي لاري خپل شوم اهداف تر لاسه کول غواړي ، امکان لري چې ډیری هغه خلک چې د اشغال په شتون کې د هغوی شخصي ګټي خوندي وي او یا هغه څوک چې ډیر کړيدلي او زوريدلي وي ، علمي مستوا يې کمه وي ، د یرغلګرو او د هغوی د همکارانو د شعاري سولي ښکار شي ، او خدای مه کړه افغانستان د عراق او شام په برخلیک اخته نشي .

په داسي حالت کې لازمه ده ، چې اسلامي قانون ته مراجعت وشي ، اسلامي تاریخ باندي ځان وپوهول شي، تر څو مو مکار دښمن له حقّي داعيې نه خطا نکړي ، او د کفارو د شعاري سولي ښکار شوي نه یو ،  که لږ د انصاف په نظر ورته وکتل شي په دې باره کې الله رب العزت په قرآن کریم کې د دښمن د شعاري سولي په اړه په واضح ډول داسي فرمايې : وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ . [البقرة: 11] .

ژباړه : او کله چې هغوی ته وویل شي ، چې تاسو په زمکه کې فساد مه خپره وئ ، دوی وايې : موږ خو سوله کونکي یو .

علامه قرطبي رحمه الله تعالی د فساد في الأرض داسي تعبیر کړی : په زمکه کې فساد دېته ویل کیږي ، چې د اصلاح نه وروسته په منکراتو عمل وشي . (فإذا عملوا بالمعاصي فقد أفسدوا في الأرض بعد إصلاحها) . تفسير القرطبي (1/ 202)

د دې آیت مطابق او د علامه قرطبي رحمه الله د تشریح سره سم په ډیره اسانۍ سره دا فیصله کولای شو ، چې امریکایان په زمکه کې مفسد او فسادګر دي ، د الله تعالی د فیصلې سره سم کله به هم سوله او مصالحه ونکړي ، ځکه د دوی اصل کار فساد دی .

په اوسني وخت کې چې د امریکایانو هر لور ته مخ شوی ، هلته يې له فساد او ګډوډي نه بغیر بل څه نه دي کړي ، موږ په افغانستان کې د امریکایانو په شتون کې د هري نا خوالي شاهدان یو ، ټول ورباندي پوهیږو ، چې د اصلاح پر ځای فساد خپروي ، په هیواد کې د امن تر شعار لاندي نا امني راولي ، د اقوامو په منځ کې نفرت راټوکوي ، او د امریکایانو د اشغال سره رنګارنګه فتنو سر را پورته کړ ، یرغلګرو د سولي او امن تر عنوان لاندي ټول اسلامي او انساني حقوق تر پښو لاندي کړل ، نو په یقین سره چې د دې آیة مصداق همدا یرغلګر او د هغوی ملاتړي دي  .

خو دوی دې دا فکر نه کوي ، چې ګواکي مسلمانان مو تیر ایستل ، خطا موکړل ، په ارامه به خپل شوم اهداف تر لاسه کړو ، الله رب العزت د دوی خباثت او بدي لا پخوا راته په ګوته کړي او فرمايې : وَاللَّهُ يَعْلَمُ الْمُفْسِدَ مِنَ الْمُصْلِحِ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَأَعْنَتَكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ . [البقرة: 220]

ژباړه : او الله پوهيږي چې څوک فساد کونکی او څوک مصلح دی، او که الله وغواړي نو تاسو په مشکل کې اخته کړای شي ، یقینا د الله اقتدار هم کامل دی او حکمت يې هم کامل دی .

مسلمانان باید په دې نازک پړاو کې د قرآن کریم د هغو آیتونو نه چې د دې فسادګرو اصلي څيرې په کې بیان شوې ، او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د عملي زندګي، د هغه (صلی الله علیه وسلم) د حدیثو او خپل اسلامي تاریخ نه ځان با خبره وساتي ، تر څو د دښمن هر پلان د ناکامۍ سره مخ کړای شي .
https://avapress.com/vdcirwazzt1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته