دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 165822
جنرال میلر: نشه یي مواد په افغانستان کې د جنګ د دوام لامل دي
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندانۍ ته کاندید جنرال سکاټ میلر په افغانستان کې د نشه يي موادو په وړاندې پر مبارزې ټينګار کوي.
جنرال سکاټ میلر په افغانستان کې د اقتصادي پروګرامونو او زراعتي ودې ترڅنګ د کوکنارو د کښت د را کمول او د نشه يي موادو د تولید او قاچاق په وړاندې د نظامي ځواکونو رول هم خورا مهم ګڼي.
جنرال سکاټ میلر د سې شنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د نظامي خدمتونو کمېټې ته وويل چې په افغانستان کې د نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاق له لارې لاسته راغلې پیسې د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو مالي سرچینه ده.
جنرال میلر په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د نویو لارو چارو په اړه خبر ورکوي او وایي:
"نظامیان له نشه یي موادو سره د مبارزې د ستراتيژي ملاتړی ځواک دی، کله چې موږ له جنګي ډلو سره مبارزې ته له نظامي زاویې ګورو، نو زموږ زیات تمرکز د دې ډلو پر عایداتي سرچینو دی، د تاریاکو عواید د وسله والو طالبانو مالي سرچینه او مالي فساد ته لاره هواروي، دا مهال زموږ د نظامیانو ټول تمرکز د جنګي ډلو او ترورېستانو د مالي سرچینو پر وچولو دی، زه پر داسې لارو چارو فکر کوم، تر څو وکولای شو چې هغه عایداتي سرچینې وچې کړو چې له ترورېزم سره مرسته کوي."
دا امریکايي جنرال چې له افغان کومانډو ځواکونو سره د ګډ کار کولو تجربه هم لري، د افغانستان په جګړه کې د بریالیتوب یوازنۍ لاره د جګړې د عواملو له منځه وړل بولي.
دی زیاتوي چې په افغانستان کې نشه يي مواد د جګړې یو عمده عامل دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان او امریکا ګډ نظامي ځواکونه د تېر میلادي کال د اکتوبر له میاشتې راهيسې، د نشه يي موادو د کارخانو د ویجاړولو لپاره ګډ هوايي عملیات پیل کړي او دا عملیات اوس هم دوام لري.
د دې عملیاتو په نتیجه کې په هلمند، فراه او بدخشان ولایتونو کې تر دې مهاله د نشه يي موادو ۷۵ کارخانې ویجاړې شوې دي.
د يادونې وړ ده چې دا کارخانې زياتره يې په هغو سيمو کې وې چې د طالبانو تر واک لاندې دي.
د امریکا د مشرانو جرګې د نظامي خدمتونو د کمېټې غړې سناتورې جوني ایرنیسټ له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د نورو امریکايي ځواکونو شاملېدل مهم ګڼي او ټينګار کوي چې بايد په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخنیوي ته لومړیتوب ورکړل شي.
دا وایي:
"د نشه يي موادو په وړاندې د عملیاتو دوام او د هغو ترورېستي ډلو تعقیب ډېر مهم دی چې نشه يي مواد يې مالي سرچينه ده، کله چې موږ هڅه کوو چې د ترورېستي ډلو مالي سرچینې وچې کړو، دا مهمه ده چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخه ونیسو، له بده مرغه چې موږ د بمونو پر جوړولو او استعمال باندې ميليونونه ډالر لګوو او خپل زرګونه عسکر له ګواښ سره مخ کوو، خو دې ټولو کارونو د نشه يي موادو په را کمولو او د ترورېستانو د مالي سرچینو په وچولو کې د پام وړ اغېز نه دی کړی."
له بلې خوا د افغانستان د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې وزارت د امریکایي ځواکونو د هغو هڅو هرکلی کوي چې غواړي د مخدره موادو پر ضد مبارزې باندې خپل تمرکز ډېر کړی، خو له دغو ځواکونو څخه دا هم غواړي چې د نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاق ستونزې ته دې په عين وخت کې پوره پاملرنه وشي.
په دې اړه د دغه وزارت د پالېسۍ او ستراتیژۍ رئیس عثمان فروتن ازادي راډیو ته وویل:
"له مخدره موادو سره پر مبارزې باید پر يوه وخت باندې د ستونزې پر ټولو اړخونو تمرکز وکړي، د ملی عمل پلان له مخې، باید د نشه يي موادو د کښت راکمولو، معیشیت بدیل او د نشه يي موادو د غوښتنې راکمولو په برخو کې کار وشي، له شکه پرته چې په دې ټولو برخو کې د نړیوالې ټولنې همکاري ضروري ده."
جنرال میلر له امريکايي سناتورانو سره ژمنه وکړه چې د مشرانو جرګې تر تأیید وروسته به له نشه يي موادو سره د مبارزې په پروګرامونو کې مالي شفافيت ته پوره پام کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8iev8uqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته