د فراه والي وایې، طالبان پخپله له جګړې ستړې شوي او خبرو ته تږي دي؛ خو د پاکستان آی اس آی یې مخه نیسي. ان پر تېر درې ورځني اوربند یې هم ګواښلي دي.
د طالبانو د سولې او جګړې پرېکړه د پاکستان آی اس آی کوي- سالنګی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 سرطان 1397 ساعت 16:14
د فراه والي وایې، طالبان پخپله له جګړې ستړې شوي او خبرو ته تږي دي؛ خو د پاکستان آی اس آی یې مخه نیسي. ان پر تېر درې ورځني اوربند یې هم ګواښلي دي.
پر فراه ښار د طالبانو په وسلوال برید کې د دغه ولایت د امنیت آمر عبدالرزاق شېرزاد ټپي شوی و، چې اوس یې پر ځای د پولیسو د عملیاتي کندک قومندان عبدالرحیم وټاکل شو.
د فراه والي عبدالبصیر سالنګي په دغو مراسمو کې ویلي، چې له طالبانو سره د اختر په درې ورځني اوربند کې وپوهیدم، چې طالبان سولې او خبرو ته چمتوالی لري او له جګړې ستړي شوي دي؛ خو د هغه په خبره پاکستان نېغ په نېغه وسلوال طالبان رهبري کوي؛ هغوی ته د جګړې امر کوي او له دولت سره یې د خبرو مخه نیسي.
د فراه ولایت امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد د دولت د وسلوالو مخالفانو پر ځپلو ټینګار څرګند کړی او وایي، چې امنیتي ځواکونه به په ګډه وسلوال له منځه یوسي.
د فراه د امنیت نوی آمر عبدالرحیم هم له طالبانو سره د جګړې په لومړۍ لیکه کې پر جنګیدو ټینګار وکړ او وایي، چې د افغان ځواکونو او ملي امنیت ریاست همغږي به مو د وسلوالو مخالفانو پر ځپلو بریالي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې طالبانو یو ځل بیا پر فراه ښار د برید اعلام کړی او هره شپه یو شمېر کورنې د امنیه قومندانۍ او ملي امنیت ریاست له شاوخوا سیمو خپل کورونه خوشې کوي.
د مطلب کود: 165855