دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۹
د مطلب کود : 165859
بادغیس کې قول اردو هوایی ځواکونه درنه بمباري کړي
د افغانستان هوایي قول اردو جنګي الوتکو په بادغیس ولایت کې یې د وسله والو پر قرارګاو درنه بمباري کړې ده.

د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان هوایي ځواکونو د بالا مرغاب ولسوالی په مربوطاتو کې یې د وسله والو څلور قرارګاوې په نښه کړي.
سرچینه زیاتوي، چې د وسله والو په وړاندې هوایي بریدونه د نورزيو، بارکزيو، اسحاق زيو او علیزيو کلیو په مربوطاتو کې ترسره شوي.
د دفاع وزارت په وینا، د هوایي بریدونو په ترڅ کې د دښمن قرارګاوې لمنځه تللي او وسله والو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د دفاع وزارت په خبرباڼه کې راغلي چې د وسله والو مرګ ژوبله په اړه معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تېره اوونی د بالا مرغب او اب کمري ولسوالیو په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلییز بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.
 
https://avapress.com/vdcjiievhuqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته