کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې وروستیو بریدونو طراح ووژل شو

3 سرطان 1397 ساعت 16:28

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، د جلال اباد ښار د وروستيو پېښو طراح او رهبري کوونکی وژل شوی.



د ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ سفري سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې علمیات کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش وسله والو مهم قومندان ادم خان، چې د جلال اباد ښار وروستيو پېښو طراح او رهبري کوونکی و ووژل شو.
د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې نوموړي د جلال اباد ښار کرکټ لوبغالي، مستوفيت، طب پوهنځي او پوهنې رياست او پښتونستان څلور لارې بريدونه، چې په کې زمونږ يو شمېر هېوادوال شهيدان او ټپيان شول طرحه او رهبري کړي و.
د سرچينې په وينا ياد قومندان په جلال اباد ښار کې یو شمېر نور بريدونه هم طرحه کړي و، چې له تطبيق وړاندې شنډ شول.
د ننګرهار ولایت مقام زیاتوي، چې دغه راز د عملياتو پر مهال د داعش وسله والو يو شمېر موټر سايکلونه، وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 165861

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165861/ننګرهار-کې-وروستیو-بریدونو-طراح-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com