دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 165863
ارزګان کې پنځه تنه طالبان ووژل شو
د ارزګان امنیتي چارواکي په وروستیو نښتو کې د څو وسله والو طالبانو ته د وژل کېدو خبر ورکوي.

په دې ولایت کې دیره د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال رحمت الله قیمتي ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه په مرکز ترینکوټ او دهراود ولسوالۍ کې د بریدونو او نښتو په ترڅ کې د دهرود لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال خالق کرام په ګډون پنځه تنه وژل شوي او یو پولیس او یولس وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.
قیمتې دغه راز د ترینکوټ ښار په لمنو کې پر یوشمېر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو د ډله ییزو بریدونو او په هغو کې شااوخوا لسو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو خبره هم کړې ده.
خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcepn8zxjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته