دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 165898
جنرال نیکلسون: هیله ده چی پاکستان د افغان سولې لپاره خپل ټولې هڅی ترسره کړي
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان وايي، هيله مند دی، چې پاکستان د افغان سولې د راتګ لپاره خپلې ټولې هلې ځلې ترسره کړي.

د ننګرهار ولایت مقام له مخې، جنرال جان نيکولسن دا څرګندونې د چنګاښ په ۳مه په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي سره تر لېدنې وروسته د يو رسنيز کنفرانس پرمهال وکړې.
په دغه کنفرانس کې چې د ننګرهار والي او د ولايتي شورا رئيس هم موجود و، د افغان سولې، له طالبانو سره د افغان حکومت د اوربند، داعش وسله والو ځپلو او راتلونکو ټاکنو په تړاو هم خبرې وشوې.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن وويل، چې له طالبانو سره يې مخامخ د سولې په تړاو خبرې نه دي شوي؛ خو د خپلو ديپلوماتانو له لارې يې بېلابېل هيوادونه دې ته هڅولي، چې طالبان افغان حکومت سره سولې ته چمتو کړي.
هغه په دغه برخه کې د سعودي عربستان د وروستي دريځ ستاينه وکړه او هيله مندي يې وښوده، چې پاکستان هم خپلې ټولې هلې ځلې د افغان سولې لپاره ترسره کړي.
هغه زياته کړه  ”موږ امېدوار يو چې پاکستان خپلې ټولې همکاريانې چې لازمې وي، د افغان سولې لپاره ترسره کړي او طالبانو ته په دې قناعت ورکړي، چې مذاکراتو او سولې ته غاړه کېږدي . “
ده له پاکستانيو چارواکو سره د افغان چارواکو د ورستيو تماسونو او اړيکو ستاينه هم وکړه او دا يې افغان سولې لپاره يوه ستره هڅه وبلله.
جنرال نيکولسن دغه راز په افغانستان کې د داعش ځپلو په تړاو هم څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ، چې تر وروستي داعش وسله واله به د افغان حکومت ملاتړی وي.
نوموړي وړاندې وويل  ”د داعش د ځپلو لپاره همدومره بس دی، چې هغوی غوښتل، جلال اباد د خراسان مرکز کړي؛ خو نن موږ دلته ناست يو او تاسو سره د هغوی د ځپلو په تړاو خبرې کوو. “
هغه زياته کړه، د ناټو د غړو هيوادونو ترڅنګ په افغانستان کې تر پنځوسو زيات نور هېوادونه هم پانګه اچونه او مالي ملاتړ کوي، چې دلته سوله راشي او هم په راتلونکي کې يو شمېر نړيوال کنفرانسونه د افغان سولې لپاره جوړېږي.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، چې تر کنفرانس وړاندې يې د دغه ولايت د نظامي مسولينو په موجوديت کې د ټاکنو، امنيتي ستونزو، له طالبانو سره د اوربند او داعش ځپلو په تړاو له جنرال نيکولسن سره خبرې کړي او هغه هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
هغه وويل ”موږ د ننګرهار په عمومي امنيتي وضعيت، راتلونکو پلانونو، همدارنګه اوربند، سولې، ټاکنو او ځينو نورو موضوعاتو په تړاو مو له جنرال نيکولسن سره په تفصيل سره خبرې وکړې. “
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د افغان سولې په تړاو خبرې ډيرې توندې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdccopqs42bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته