کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل دریم امنیتی حوزی آمر او مسؤولین د دندی څخه ګوشه او محکمه ته معرفی شو

4 سرطان 1397 ساعت 20:21

نجیب دانش؛ د داخله وزارت ویاند وایی چی د کابل دریم امنیتی حوزی ټول مسؤولین او آمر د وزارت له لوری د دندی څخه ګوښه او محکمه ته معرفی شو.



د آوا په ګزارش سره، د داخله وزارت ویاند، نن دوشنبه سرطان ۴ نیټه په یو خبری ناسته کې وویل چی دا مسؤولین د کم کاری او خلګو رضایت نه شتون له امله د دندی څخه ګوښه او محکمه ته معرفی کړل شو.
ښاغلی دانش وویل چی په دی آواخرو کې په کابل کې جنایی جرایمو ګراف پورته شوی او د همدی لپاره امنیتی حوزی په دشت سره د داخله وزارت تر نظر لاندی دی.
هغه خبرداری ورکړ چی د امنیتی حوزو مسؤولینو له لوری هر ډول کم کاری په لیدلو سره به هغوی تر څارنی لاندی ونیول شی.
 


د مطلب کود: 165930

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165930/کابل-دریم-امنیتی-حوزی-آمر-او-مسؤولین-د-دندی-څخه-ګوشه-محکمه-ته-معرفی-شو

آوا
  https://www.avapress.com