دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 165945
افغانستان اجرائیه ریاست: طالبانو ته امن سیمي رامنځته کونه حکومت کې نه دی مطرح شوي
د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، طالبانو ته د امن د سیمو د سپارلو بحث مردود دی او دا موضوع یوازې یو ګونګوسی دی.

دا ځل د افغانستان اجرائیه ریاست طالبانو ته د امن د سیمو د سپارلو موضوع له پخوا جدي مطرح کوي.
اجرائیه ریاست ټینګار کوي چې دغه موضوع د افغانستان د حکومت په کړنلاره کې نه شته او هېڅ بحث پرې نه دی شوی.
د دغه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي، دغه موضوع د افغانستان خلکو او حکومت ته د منلو نه ده او هېڅ څوک باید د ملي ګټو پر خلاف داشان خبرې و نه کړي.

نوموړي زیاته کړه:
"طالبانو ته د ځینو ولایتونو د سپارلو بحث او ګونګوسی دقیقه خبره نه ده او په حکومت کې دا ډول بحثونه نه شته، دا د سولي او مذاکراتو له روحیې سره مخالف دي، دا نه دولت او نه خلکو ته د منلو دي."
په تازه ورځو کې ویسا ورځپاڼې لیکلي چې طالبانو ته دسولې د سیمو په نوم د شپږو ولایتونو د سپارلو موضوع په پام کې نیول شوې ده.
دغې ورځپاڼې پرته له کومې منبع دا هم لیکلي چې طالبانو ته د څو ولایتونو سپارل، د افغانستان، امریکا او پاکستان په موافقه شوي دي.
طالبانو ته د امن د سیمو د سپارلو بحث په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ۳ میاشتې مخکې له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د سولې طرحه ومني او دې ته دې منتظر وي چې ولسمشر ورته د امن د سیمو په نامه ځینې سیمې وسپاري.
خو دحکمتیار دغه څرګندونې له تندو غبرګونونو سره مخ شوې او افغان حکومت هم پر وخت دغه موضوع رد کړه.

د افغان حکومت له لورې طالبانو سره د اوربند پای ته لا دوه ورځې پاتې دي، خو د ځینو امنیتي پوستو د سقوط او د نورو د سقوط لپاره د طالبانو د هڅو خبرونه خپرېږي.
د دفاع وزارت د ویندوي د دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي، امنیتي ځواکونه د جنګ په ډګر کې موجود دي او د طالبانو د حملو په صورت کې به کلک ځواب ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcfjtdytw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته