کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندز کې امنیتی ځواکونو او وسله والو ترمنځ درنه نښته

5 سرطان 1397 ساعت 16:58

افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو ترمنځ د کندز په امام صاحب ولسوالی کې سخته نښته رامنځته شوي دی.



د کندز امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نن سهار له رسنیو سره د مرکې پر مهال وویل، چې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وسله وال طالبانو وژل شوي.
نوموړی زیاته کړه، چې وړمه شپه ناوخته ګڼ شمېر وسله والو د امام صاحب ولسوالی اړوند په امام الدین څلور لاري کې یې پر امنیتي پوستونو بریدونه پیل کړل.
د ښاغلی عبدالباقي په وینا، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځوابي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د کندز امنیه قوماندان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 165993

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165993/کندز-کې-امنیتی-ځواکونو-او-وسله-والو-ترمنځ-درنه-نښته

آوا
  https://www.avapress.com